MADRE د افغانستان د بشري حقونو د همغږۍ په میکانیزم کې زموږ د کار د یوې برخې په توګه په افغانستان کې د جنسیتي عدالت د غورځنګ د ملاتړ لپاره د افغان ښځو د بشري حقونو مدافعینو (W/HRDs) لپاره دوه نوې سرچینې په لاره اچولي دي او دا دوه سرچینی د بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو لپاره د دوی ظرفیت لوړول، او د پولو څخه د تیریدو د پروسې د پوهاوي زیاتوالی دی.
له پولو یا سرحدونو سخه تیریدل: د افغان ښځو د بشري حقونو د مدافعینو لپاره لارښود
افغان ښځې د بشري حقونو مدافعین د طالبانو د رژیم لاندی د ژوند له ګواښونو سره مخ دي او ډیری یې د خپل خوندیتوب لپاره له هیواده د وتلو پرته بله چاره نه لري د دې لپاره MADRE یو لارښود چمتو کړی چې په عامه توګه موجود معلومات راټولوي چې موخه یې د افغان میرمنو د بشري حقونو مدافعینو لپاره د پولو څخه د تیریدو د پروسې د پوهاوي لوړول دي او په دی لارښود کې په عامه توګه موجودې سرچینې هم شاملې دي ترڅو د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې غواړي وتښتي او په اوسني وضعیت کې دوی د وتلو پلان لری او دا لارښود ځینی وړاندیزونه وړاندی کوي چې کوم اسناد د پولې څخه تیریدو په وخت کې ګټور دي د درغلۍ او فریب څخه د مخنیوي لپاره لارښوونې چې د کډوالۍ پروسیجرونو پورې تړاو لري او همدارنګه د بریښنایی معلوماتو د خوندي کولو لپاره لارښوونې او د ګواښ سره مخامخ افغان ښځو د بشری حقونو مدافعیونو لپاره د معلوماتو او ملاتړ باوري سرچینې لری.
د 2022 کال په اګست کی یو کال وشو چې طالبانو په افغانستان کې د امریکا له 20 کلن یرغل او اشغال وروسته په تاوتریخوالي سره افغانستان تسخیر کړ او هغه هیوادونه چی کډوال ورته ورزی د هغو کسانو لپاره چې د تاوتریخوالي یا ځورونې له خطر سره مخ دي او د افغانستان سخه تیښتی ته اړ شوی خپلی دروازی ورته په چټکی سره نه خلاصوی او بلی خوا د ترانزیتي هیوادونو پیچلي او بدلیدونکي ویزې او د ننوتلو مقررات هم ستونزې رامینځته کوي، دا وضعیت په ځانګړې توګه د افغان ښځو د بشری حقونو د مدافعینو (WHRDs) لپاره چې په افغانستان کې پاتې دي له ننګونو ډک دی ځکه چې د طالبانو لخوا د محرم (نارینه ساتونکي) مقررات له هیواد څخه د وتلو په لاره کې نور خنډونه زیاتوي. د دې ټولو خنډونو سره سره بیا هم د بشري حقونو مدافعین دیته اړ دی چی د ځان او د کورنی د ساتنی لپاره وتښتی له همدی امله دغی لارښود دهغو کسانو لپاره ځینې لومړني معلومات او سرچینې چمتو کړي څوک چې ځان پدې حالت کې ومومي.
که تاسو د غیر دولتي سازمانونو یا بشردوستانه پیرول، بیا میشتیدنې او یا نورو دولتي پروګرامونو څخه خبر یاست چې اوس مهال د افغان ښځو د بشری حقونو مدافعینو W/HRDs لپاره شتون و لري مهرباني وکړئ موږ ته د بریښنالیک له لارې خبر را کړئ advocacy@madre.org ترڅو موږ یې د دی لارښود په راتلونکو نسخو یعنی اپدیت ورژن کې شامل کړو.
په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مستند کول او راپور ورکول
د بشري حقونو پر بنسټ تګلاره
د ښځو، د LGBTIQ اشخاصو او د نورو ډلو د غړو غږونه چې په تاریخي ډول د تبعیض سره مخ دي ډیری کله په ټولنه کې خاموش یا غندل کیږي او هغه تاوتریخوالی چې دوی ورسره مخ دي او هغه تبعیض چې تاوتریخوالی پکې شتون لري ډیری وخت د انتقالي عدالت په پروسو کې نه پیژندل کیږي چی د ټولنی د بدلون لپاره وی او د دې بدلولو لپاره فعالین حقایقو ته اړتیا لري د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی مستند کول د دې حقایقو په راټولولو کې مرسته کوي ترڅو د بشري حقونو مدافعین وکولی شي دا حقایق او تحلیلونه په لویه پیمانه له اوریدونکو سره شریک کړي ترڅو د ښځو او محرومو ډلو ملاتړ وکړي چې عدالت ته لاسرسی ومومي او د دوی په ټولنو کې د تاوتریخوالي دوره پای ته ورسوي او د دې اهدافو د تعقیب لپاره MADRE د افغان میرمنود بشري حقونو مدافعینو سره د مرستې لپاره یو لارښود چمتو کړی چې په افغانستان کې د مستند کولو هڅې ترسره کوي او عدلی میکانیزمونو ته د بشری حقونو د سرغړونو راپور ورکوی او دغه لارښود د بشری حقونو د بنسټ له لارې د مستند کولو په بهیر کې د خوندیتوب او امنیت د ساتلو لپاره سپارښتنې وړاندې کوی او د نړیوالو میکانیزمونو او کارپوهانو په اړه معلومات وړاندې کوی چې د افغان ښځو د بشری حقونو مدافعین (WHRDs) کولای شی د خپلو موندنو راپور ورکړی او دوی کولای شی خپل لومړیتوبونه ورسره شریک کړی او د دې لارښود موخه دا ده چې د تبعیض د ننګولو لپاره د یوې وسیلې په توګه د افغان میرمنو د حقونو په حرکت کې مرسته وکړي.
که تاسو ومومئ چې تاسو یا ستاسو اداره نشي کولی په خوندي ډول معلومات ذخیره کړي MADRE او نور سازمانونه کولی شي تاسو سره خوندي ذخیره کولو کې مرسته وکړي. په دې اړه د MADRE سره د خبرو اترو لپاره مهرباني وکړئ advocacy@madre.org ته په انګلیسي، دري یا پښتو کې بریښنالیک یا ایمیل وکړی.
MADRE د افغان میرمنو او د سولې پلوو فیمینستانو سره پیوستون ته دوام ورکوي ځکه چې موږ په افغانستان کې د خپلو ټیټ پوړو همکارانو سره کار کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د افغان ښځو د بشری حقونو مدافعینو سمدستي اړتیاوې پوره کیږي او د دوی غږ د نړیوالې ټولنې لخوا اوریدل کیږي.
د ځای په ځای کولو لارښود
د سرچینې لارښود